A lecture (from the French 'lecture', meaning 'reading' [process]) is an oral presentation intended to present information or teach people about a particular subject, for example by a university or college teacher. |
لکچر (چې د فرانسوي ژبې 'lecture' لغت دی او معنی یې د 'لوستلو' [پروسه] ده) یوې شفاهي بیانیې ته ویل کیږي چې موخه یې د معلوماتو وړاندې کول او د یو ځانګړې موضوع په اړه خلکو ته تدریس کول دي؛ د بېلګې په توګه د پوهنتون یا کالج د یو ښوونکي له لورې. |
Lectures are used to convey critical information, history, background, theories, and equations. |
لکچرونه د مهمو معلوماتو، تاریخ، شالید، مفکورو او معادلاتو د لېږدولو لپاره کارول کیږي. |
A politician's speech, a minister's sermon, or even a businessman's sales presentation may be similar in form to a lecture. |
د یوه سیاستوال د وینا، د وزیر د وینا یا حتی د یو سوداګر د توکو د پلور د پریزینټیشن یا اعلان بڼه ممکن له لکچر سره ورته وي. |
Usually the lecturer will stand at the front of the room and recite information relevant to the lecture's content. |
معمولاً ښوونکی د ټولګي یا اطاق مخ ته اودرېږي او د لکچر د موضوع اړوند معلومات وړاندې کوي. |
Though lectures are much criticised as a teaching method, universities have not yet found practical alternative teaching methods for the large majority of their courses. |
که څه هم پر لکچرونو د ښوونې د میتود په توګه خورا زیات انتقاد کیږي، پوهنتونونو لاهم د خپلو ګڼ شمېر کورسونو لپاره د تدریس عملي بدیل میتودونه ندي موندلي. |
Critics point out that lecturing is mainly a one-way method of communication that does not involve significant audience participation but relies upon passive learning. |
نیوکه کوونکي اشخاص څرګندوي چې لکچرونه په اساسي توګه یو طرفه ارتباطي میتود دی چې ګډونوال په کې د پام وړ برخه نه اخلي، مګر په غیر فعاله زده کړې باندې تکیه کوي. |
Therefore, lecturing is often contrasted to active learning. |
له همدې امله، لکچر ورکول اکثراً له فعالې زده کړې سره په ټکر کې وي. |
Lectures delivered by talented speakers can be highly stimulating; at the very least, lectures have survived in academia as a quick, cheap, and efficient way of introducing large numbers of students to a particular field of study. |
د مستعدو او تکړه ویناوالو له لورې وړاندې کیدونکي لکچرونه کېدای شي په لوړه کچه هڅوونکي وي؛ په نهایت کي، لکچرونه په عملي ساحه کې ځانګړو څېړنیزو برخو ته د لوی شمېر زده کوونکو د معرفي کولو د چټکې، ارزانه او اغېزناکې تګلارې په توګه تر دې دمه ژوندي پاتي دي او ورڅخه کار اخیستل کیږي. |
Lectures have a significant role outside the classroom, as well. |
لکچرونه همدارنګه له ټولګي څخه بهر هم خورا مهم رول لري. |
Academic and scientific awards routinely include a lecture as part of the honor, and academic conferences often center on "keynote addresses", i.e., lectures. |
لکچر په اکاډمیکو او ساینسي جایزو کې په منظمه توګه د ویاړ د یوې برخې په توګه شامل وي، او اکاډمیک کنفرانسونه ډیری وختونه "کلیدي یادښتونو" یعنې، لیکچرونو، باندې تمرکز کوي. |
The public lecture has a long history in the sciences and in social movements. |
عامه وینا په ساینس او ټولنیزو خوځښتونو کې اوږد تاریخ لري. |
Union halls, for instance, historically have hosted numerous free and public lectures on a wide variety of matters. |
د بیلګې په توګه، د اتحادیې تالارونو د تاریخ په اوږدو کې د ډېری مسائلو په اړه د ګڼ شمېر وړیا او عامه لیکچرونو کوربه توب کړی دی. |
Similarly, churches, community centers, libraries, museums, and other organizations have hosted lectures in furtherance of their missions or their constituents' interests. |
په ورته ډول، کلیساګانو، ټولنیزو مرکزونو، کتابتونونو، موزیمونو او داسې نور سازمانونو د خپلو ماموریتونو یا د هغوي د فعالیت د برخو ګټو ته په پام کې د لیکچرونو کوربه توب کړی دی. |
Lectures represent a continuation of oral tradition in contrast to textual communication in books and other media. |
لکچرونه په کتابونو او نورو رسنیو کې د کتبي مفاهمې برعکس د شفاهي دود د دوام استازیتوب کوي. |
Lectures may be considered a type of grey literature. |
لکچرونه ممکن د خړو یا خاکستري ادبیاتو یو ډول وګڼل شي. |