Public health has been described as "the science and art of preventing disease, prolonging life and promoting health through the organized efforts and informed choices of society, organizations, public and private, communities and individuals." |
عامه روغتیا د یوې ټولنې، ادارو، شخصي او عامه څانګو او افرادو لخوا د منظمو هځو او باخبره انتخابونو له لارې د مرضونو د مخنیوي، د ژوند د اوږدولو او روغتیا ته د وده ورکولو ساینس او هنر په توګه تشریح شوې |
It is concerned with threats to the overall health of a community based on population health analysis. |
دا د یوې ټولنې د نفوس د روغتیا د تحلیل پر بنسټ د ټولنې عمومي روغتیا ته ورپېښ ګواښونو پورې تړاو لري
|
The population in question can be as small as a handful of people or as large as all the inhabitants of several continents (for instance, in the case of a pandemic). |
د پوښتنې وړ نفوس ممکن د یو څو خلکو په څېر کوچنی وي یا د څو براعظمونو د ټولو اوسېدونکو په څېر لوې وي (د مثال توګه، د وبا په صورت کې) |
Public health has many sub-fields, but typically includes the interdisciplinary categories of epidemiology, biostatistics and health services. |
عامه روغتیا ډېری فرعي ساحې لري، ولې په عمومي ډول د ایپییډیمولوژي (د طبي ساینس هغه برخه چې د مرض د انتقال او کنترول پورې تړاو لري)، بایو سټاټکس او د روغتیا د خدمتونو انضباطي کټګورۍ پکې شامل دي |
Environmental health, community health, behavioral health, and occupational health are also important areas of public health. |
د چاپېریال روغتیا، د ټولنې روغتیا، د چلند روغتیا او حرفوي روغتیا هم د عامه روغتیا مهمې برخي دي. |
The focus of public health interventions is to prevent and manage diseases, injuries and other health conditions through surveillance of cases and the promotion of healthy behavior, communities, and (in aspects relevant to human health) environments. |
د عامه روغتیا مداخلې د روغ چلند، روغې ټولني او روغ چاپېریال (په هغه اړخونو کې چې انساني روغتیا پورې اړه ولري) او همدارنګه د قضیو د څارني له لارې د مرضونو، ټپونو او نورو روغتیایي حالتونو په مخنیوي او اداره کولو متمرکز وي |
Its aim is to prevent health problems from happening or re-occurring by implementing educational programs, developing policies, administering services and conducting research. |
موخه یې د زده کړو د پروګراموننو او د پرمختایي پالسیو دعملي کولو، د خدمتونو وړاندې کولو او د څېړنو د ترسره کولو له لارې د روعتیایي ستونزو د پېښېدلو یا تکرار مخنیوی کول دي |
In many cases, treating a disease or controlling a pathogen can be vital to preventing it in others, such as during an outbreak. |
په ډیری قضیو کې د یو مرض تداوي یا د یو مرض د عامل کنترول په نورو خلکو کې د دغه مرض د مخنیوي لپاره زیات اړین وي، لکه د یو ویا په جریان کې. |
Vaccination programs and distribution of condoms to prevent the spread of communicable diseases are examples of common preventive public health measures, as are educational campaigns to promote vaccination and the use of condoms (including overcoming resistance to such). |
د ټولنیز امراضو د خپرېدو د مخنیوي پخاطر واکسیناسیون پروګرامونه او د کنډومونو ویش د عامه روغتیا د وقایې د عام ګامونو مثالونه دي، لکه څنګه چې د واکسیناسیون او د کنډوم استعمال ته د دوه ورکولو لپاره د پوهاوي کمپاینونه دي (پشمول د دغو مقابل کې په مقاومت برلاسه کیدل). |